IQNA

د قرآن  د نړیوالو سیالیو د ترسره کېدو نېټې اعلان او د درو اعلانونو خپرېدا

13:40 - May 23, 2026
د خبر لمبر: 3492807
ایکنا- په داسې حال کې چې  د تیر کال په نسبت په  ۱۴۰۴ کال کې  د قرآن  د حافظانو شمېر   ۲.۷ برابره زیاتوالی ښئي، د قرآن د تخصصي حفظ ملي ازموینه د ۹ زره او ۸۰۰ ګډونوالو په شتون  کې ترسره شوه. همدارنګه د بسیج دارالقرآن د عمومی  ازموینو، د قاریانو او د قرآن د استادانو د ارزونې د پنځلسم پړاو او د اوقافو د عمومی سیالیو نوم‌لیکنه هم روانه ده.

د ایکنا د راپور له مخې، روانه اوونۍ د ایران د قرآني ټولنې لپاره له مهمو او سټراټیژیکو پېښو ډکه وه. د دغو پېښو تر ټولو مهمې برخې د قرآن د تخصصي حفظ د سترې ملي ازموینې ترسره کېدل وو چې ۹ زره او ۸۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و، او همدارنګه د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د ۴۲ پړاو د وروستي پړاو د ترسره کېدو د نېټې اعلان، چې یو ځل بیا به تهران د نړۍ د قاریانو او حافظانو مرکز وګرځوي.

د دغو دوو مهمو خبرونو تر څنګ، احصائې هم ښئي چې د ۱۴۰۴ کال د قرآن حافظانو شمېر د تېر کال په پرتله ۲.۷ برابره زیات شوی، چې دا د حفظ په برخې کې د یو دوامدار او آرام حرکت د تحقق نښه ده. د حفظ د ستراتیژیکې کمېټې پنځه دېرشمه غونډه هم ترسره شوه، څو د دغه بهیر لاره  تنظیم شي.

د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د ۴۲  پړاو وروستۍ مرحله ترسره کېږي

خانواده آیت‌الله رئیسی

د اوقافو او خیریه چارو د ادارې  د قرآني چارو د مرکز مشر، حجت‌الاسلام والمسلمین سیدناصرالدین نوري‌زاده، د چهارشنبې په ورځ د غواي په ۳۰ ، د اوقافو او خیریه چارو د  ادارې  د لاسته راوړنو، پروګرامونو او تګلارو د تشریح په خبري ناستې کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د ۴۲ پړاو نیمائي سیالیو ته اشاره وکړه او وې ویل؛ لومړنی پړاو په غیر حضوري بڼه د ۱۰۴ هېوادونو په ګډون ترسره شو،او په نتیجې کې ۵۸ هېوادونه وروستي پړاو ته لار وموندله. د هېواد د مهمو پېښو له امله، دریم تپلی جنګ (یعني د رمضان جګړه) او همدارنګه د  معظم لارښود  او د هغه د ملګرو شهادت، د سیالیو مهال‌وېش له ځنډ سره مخ شو؛ خو د  ادارې مشر د پرېکړې له مخې، د قرآني پروګرامونو جدي تعقیب ته په پام سره، سږ کال به د نړیوالو سیالیو دواړه دورې (تېر او سږنی پړاو) ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4353590

captcha